۶ ترهګر په باکستان کښی ووژل شول
۶ ترهګر په باکستان کښی ووژل شول
د پاکستان خبری سرچینو له راپور سره سم ددغه هیواد پنجاب صوبی دمظفرګړه ښار ته نیژدی دترګری ضد او دپولیسو دګډو عملیاتو په نتیجه کښی یوی معلوم الحاله ډلی سره اړوند ۶ترهګر ووژل شول دا راپور زیاتوی چی دا ترهګر تیره ورځ له مولتان ښار څخه تښتیدلی وو چی دترهګری ضد او د پولیسو ځواکونه یی په تعقیب کښی وو او دا اطلاع یی تر لاسه کړه چی تښتیدلی ترهګر غواړی په نیمه شپه د بلوچستان صوبی ته وتښتی نو یادو ځواکونو دمظفرګړه ښار ته نیژدی د ډی جی خان لنک واټ یی ورته کلابند کړ او ترهګر چی په یو مټر او موټرساییکل سواره وو کله کلابندی سمی ته ورسیدل امنیتی ځواکونو دهغو د درولو هڅه وکړه خو ترهګرو پر هغو ډزی وکړی چی په ځواب کښی پولیسو او ترهګری ضد عسکرو هم پر ترهګرو ډزی وکړی چی په نتیجه کښی ۶ ترهګر ووژل شول د یادولو ده چی تیره ورځ هم د مولتان دچناب سیند په غاړه ۸ ترهګر له پولیسو او دترهګری ضد ځواکونو سره په مقابله کښی وژل شوی وو