د پاکستان پیښور له یوې سترې تباهی بچ شو
May 20, 2016 07:48 Asia/Kabul
زمونږ خبریال د پاکستانی رسندویو له قوله راپور راکوی چی نن له خیبر ایجنسی قبایلی سیمې درې ځان وژونکی پیښور ته ورداخل شول چی په سفید سنګ روډ د یوه ځان وژونکی جیکټ وچاودیده او په نتیجه کې یې درې واړه ترهه ګر هلاک شول
د پیښور د پولیسو یوه ستر افسر کاشف ذوالفقار وویل په وژل شویو ترهه ګرو کې د دو شکلونه بهرنیان ښکاری او یو ځای کس دې . لومړۍ پلټنې ښئ چی له ترهه ګرو سره لاسی بمونه او نوره وسله هم موجوده وه . د یادولو ده چی یاده سیمه له وارسک روډ سره نږدې پراته ده چی پکې په لسګونو ښونځی موجود دی البته په دې اړه پلټنې روانې دی چی د ترهه ګرو هدف کوم ځای وو خو دا خبره جوته ده چی پیښور نن له یوې سترې تباهی بچ شو