له افغانستانه پاکستان ته دکډوالو شمیر په زیاتیدا دی
تیر کال پاکستان ته کابو دوه نیم لکه افغانان کډه په سر ورغلي دي
لویدیځي هیوادونو په تیره بیا امریکا د تیر کال په اګست کې واک ته د طالبانو په رسیدا پسې د افغانستان په ضد سخت بندیزونه ولګول او د افغانستان دملی بانک کابو لس میلیارډالري شتمنۍ ئې کنګل اومصادره کړې چې ددغه هیواد اقتصادي وضعیّت او انساني غمیزې ئې لاپسې زیاتې کړې .
په دغه شان شرائطو کې په لسګونو زره افغانانو له کډه په سر کیدا پرته او په هیواد کې ئې پاتیکیدا له مرګ او لوږې سره له ډغرو پرته بل څه نه لیدل .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ ،د ملګروملتو د کډوالو د چارو ادارې پرون په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ،له هغو دوه نیم لکه افغانانو څخه چې د افغانستان د حالاتو په خرابیدو پسې پاکستان ته ئې مهاجرت کړی ؤ ، یوازې دوه نیم سوه کسان بیرته پخپلې خوښې خپل هیواد ته ستانه شوي دي .
ددغې ادارې په وینا ، دپاکستان په پيښو کې هم څه دپاسه دوه زره افغانان د دوي د سندونو د نیمګړتیا په دلیل له دغه هیواده ویستل شوي دي .
د کډوالو د چارود ادارې ویندوي کثیر خان افریدي هم د اسلام اباد پر احصایو په تکیې سره پاکستان ته د دومره افغانانو مهاجرت تائيد کړی دی . دپاکستان رسندویو په وینا ، زیاتره افغانان چې د بیروزګارۍ ، خوراکي موادو د نه شتون او د ژوند د لومړنیو امکاناتو دنه شتون په دلیل خپل هیواد پریښودلی او دپناه غوښتنې لپاره په اسلام اباد کې د مختلفو هیوادونو سفارتونو ته مراجعه کوي . تر دې دمه په پاکستان کې کابو یونیم میلیون افغان کډوال ژوند کوي او زیاتره ئې په خیبر پختونخواه صوبې کې ژوند کوي چې زیاتره ئې خپل هیواد ته تلو ته ګروهنه نه لري .