پاکستان د افغانستان د ډبرو سکرو د بیې د راټېټېدو غوښټونکی شو
پاکستان خبرداری ورکړی چې که د دغه ډول بیې له سره غور او کمې نه کړي، له افغانستان څخه به د ډبرو سکرو واردول بند کړي.
د افغانستان د ډبرو سکرو د بیو د لوړیدو په غبرګون کې د پاکستان د بریښنا د تولید فابریکه چې د یوې چینایي کمپنۍ له خوا اداره کیږي وايي چې د افغانستان د ډبرو سکرو د بیې لوړیدل په پاکستان کې د بریښنا د بیو د لوړیدو ستونزه لا پسې زیاتوي.
د اوا له راپور سره سم، د هوانینګ شین دونګ رویی شرکت چې په پنجاب کې د ساهیوال د ډبرو سکرو د بریښنا د تولید مسؤل دی، د پاکستان د بریښنا ملي ادارې ته په یوه لیک کې لیکلي چې له افغانستان څخه د وارداتي ډبرو سکرو د بیو لوړیدل به د دوی د ارزانه تولید مخه ونیسي.
د هوانینګ کمپنۍ دا غوښتنه په داسې وخت کې کېږي چې پاکستان د برېښنا د کمښت او د برېښنا د بندېدو له ستونزې سره مخ دی.
په نړیواله کچه د تیلو د بیو لوړیدو او د ډالر په مقابل کې د پاکستانۍ روپۍ د ارزښت کمیدل په پاکستان کې د بریښنا او تیلو د کمښت ستونزه لا پسې زیاته کړې ده.
د پاکستان حکومت د انرژۍ د کمښت د بحران له امله د سوداګریزو او تولیدي شرکتونو او کارخانو فعالیتونه په اونۍ کې تر پنځو ورځو پورې محدود کړي دي.
د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې د صادراتي د ډبرو سکرو بیه ۳۰ سلنه لوړه کړه او اوس د یو ټن دد ډبرو سکرو بیه له ۹۰ ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.
خو د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، چې افغانستان د ډبرو سکاره پاکستان ته په نیمه بیه صادریږي ځکه چي اوس مهال په نړۍ کې د بوه ټن ډبرو سکرو بیه ۴۰۰ ډالره ده.