په بلوچستان صوبې کې ۵بیلتون غواړي  وسلوال ووژل شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i118554-په_بلوچستان_صوبې_کې_۵بیلتون_غواړي_وسلوال_ووژل_شول
ډیری شناندي او کارپوهان وائي،د پاکستان دبلوچستان صوبې  بیلتون غواړي بلوه ګر زیاتره د امریکا او انګلستان او هندوستان په څير د هیوادونو په وسیله تغزیه کیږي او دغو هیوادونو دبلوچستان صوبې طبیعي زیرمو ته تمه دارې سترګې نیولی او د سیمې حالات ئې تر دې حده ترینګلي کړي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2022 00:36 Asia/Kabul
  • په بلوچستان صوبې کې ۵بیلتون غواړي  وسلوال ووژل شول

ډیری شناندي او کارپوهان وائي،د پاکستان دبلوچستان صوبې  بیلتون غواړي بلوه ګر زیاتره د امریکا او انګلستان او هندوستان په څير د هیوادونو په وسیله تغزیه کیږي او دغو هیوادونو دبلوچستان صوبې طبیعي زیرمو ته تمه دارې سترګې نیولی او د سیمې حالات ئې تر دې حده ترینګلي کړي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ،د پاکستان پوځي ځواک پرون په یوې اعلامیې کې ووئيل ، دبلوچستان صوبې  په زیارت سیمې کې ئې په غرونو کې په یولړ پاکونکو عملیاتو کې د بلوچستان بیلتون غواړي ډلګۍ (بي ایل ایف) ترهه ګرراګیر کړل او په سختو ډزو  کې ئې پڼځه بیلتون غواړي وژلي  او یو شمیر نور ئې هم ټپيان کړي دي . 

په راپور کې وئيل شوي دي د پاکستان په بلوچستان صوبې کې  دغې بیلتون غواړي ډلې له نورو اورپکو او افراط پالو ډلګیو سره لاس یو کړی او د پاکستانیانو ژوند ئې تریخ کړی دی او دغه راز وخت په وخت عمومی او حکومتي ودانۍ او تاسیسات په نښه کوي .