په بلوچستان صوبې کې ۵بیلتون غواړي وسلوال ووژل شول
ډیری شناندي او کارپوهان وائي،د پاکستان دبلوچستان صوبې بیلتون غواړي بلوه ګر زیاتره د امریکا او انګلستان او هندوستان په څير د هیوادونو په وسیله تغزیه کیږي او دغو هیوادونو دبلوچستان صوبې طبیعي زیرمو ته تمه دارې سترګې نیولی او د سیمې حالات ئې تر دې حده ترینګلي کړي دي .
زمونږخبریال راپور راکړ،د پاکستان پوځي ځواک پرون په یوې اعلامیې کې ووئيل ، دبلوچستان صوبې په زیارت سیمې کې ئې په غرونو کې په یولړ پاکونکو عملیاتو کې د بلوچستان بیلتون غواړي ډلګۍ (بي ایل ایف) ترهه ګرراګیر کړل او په سختو ډزو کې ئې پڼځه بیلتون غواړي وژلي او یو شمیر نور ئې هم ټپيان کړي دي .
په راپور کې وئيل شوي دي د پاکستان په بلوچستان صوبې کې دغې بیلتون غواړي ډلې له نورو اورپکو او افراط پالو ډلګیو سره لاس یو کړی او د پاکستانیانو ژوند ئې تریخ کړی دی او دغه راز وخت په وخت عمومی او حکومتي ودانۍ او تاسیسات په نښه کوي .