پاکستان کښې کشتۍ غرقه شوې، د ۵۰ کسانو د مړینې احتمال دی
Jul 19, 2022 02:57 Asia/Kabul
د پاکستان حکومت پرون په یوې خبرپاڼې کښې ویلي چې په اباسین کښې هغه کشتۍ اوړیدلې چې له ۱۰۰ زیات کسان په کښې سپاره وو
د پاکستان حکومت پرون په یوې خبرپاڼې کښې ویلي چې په اباسین کښې هغه کشتۍ اوړیدلې چې له ۱۰۰ زیات کسان په کښې سپاره وو
ایران پریس خبري آژانس لیکلي چې په اباسین کښې له رحیم یارخان سره نزدې د کشتۍ د غرقیدو په پیښه کښې لږترلږه ۲۰ تنه مړه شوي او ۳۰ کسان تراوسه بې درکه دي.
د پاکستان د حکومت د خبرپاڼې له مخې د دغې کشتۍ سپرلۍ د واده په دستورو کښې د ګډون لپاره روانې وې چې له دې پيښې سره مخامخ شوې او ټول د یوې قبیلې خلک دي.
د پاکستان د حکومت د ژغورنې او مرستې د ټیم ۳۵ لامبوزن د بې درکه شویو کسانو د موندلو کوشش کوي چې زیاتره یې ښځې دي.
ټیګونه