په پاکستان کې د سیل اوورښتونو له امله دقربانیانوشمیر۲۸۰ تنو زیات شو
(last modified Fri, 22 Jul 2022 10:55:06 GMT )
Jul 22, 2022 15:25 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې د سیل اوورښتونو له امله دقربانیانوشمیر۲۸۰ تنو زیات شو

په پاکستان کې وروستیو ورښتونو اوسیلابونو له امله تر ټولو زیات تاوانونه اومرګ ژوبلې په بلوچستان صوبې کې  رامینځةشوي دي

مهر خبری آژانس د پاکستانیو رسندویو له قوله راپور ورکړ، په پاکستان کې  په همداوروستیو کې  د ورښتونو اوسیل  په دوام سره ددغه هیواد اړونده چارواکو او ادارو وئيلي دي ،د موسمي ورښتونو اوناڅاپی سیلابونو له امله  د قربانیانو شمیر دوه سوه درې اتیاؤ ته رسیدلی دی .

د پاکستان دطبیعي پیښو د ادارې په یوې اعلامیې کې وئيل شوي دي  په سینونو کې  اوبه زیاته شوې  او سړکونو پلونو او دغه راز کرهڼيزو  مځکو ته ئې ډير زیات تاوانونه اړولي او دغه راز ئې په مختلفو سیمو کې  کابو پنځه زره شپږ سوه کورونه هم په کنډوالو بدل کړي دي .

په پاکستان کې وروستیو ورښتونو اوسیلابونو له امله تر ټولو زیات تاوانونه اومرګ ژوبلې په بلوچستان صوبې کې  رامینځةشوي دي

سختو ورښتونو همداراز له افغانستان سره په پولې کې په شمال لویدیځ او د پنجاب صوبې په ختیځ او دسند صوبې په جنوب کې ډير زیات تاوانونه اوښتي دي.

په عین حال کې د پاکستان  دموسمیاتو او آب هوا د چارو وزیرې شیری رحمان ددغه هیواد دوروستیو ورښتونو له امله طبیعي پیښې  او  مرګ ژوبلې بې مخینې  او  ملی غمیزه بللې او وئيلي ئې دي ، دغه هیواد سږکال  د موسمي ورښتونو په اندازې کې  اوه اتیا فی صدي زیاتوالی  لیدلی  چې  وئيل کیږي، ممکنه ده  تاوانونه او مرګ ژوبلې ئې  نوره هم زیاتې شي او  خلک  پکار دي ، د آب وهوا اوموسمیاتو خبرتیاوې جدی وګڼي ا و ځانونه هم سنبال کړي .