ایران او پاکستان په افغانستان کښې د ثبات په راتلو ټینګار لري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي په افغانستان کې د ثبات پر تامین ټینګار کړی دی
د کلید ګروپ د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تیره شپه دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي، په اسلام اباد کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره وکتل.
خبرپاڼه زیاتوي چې بوټو په افغانستان کې د ثبات پر تامین ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د اسلام اباد او تهران همکاري مهمه وبلله.
په خبرپاڼه کښې راغلي چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي په افغانستان کې د پاکستان رغنده رول ستایلی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات تامین په سیمه کې د اوږدمهاله ثبات د تامین لپاره مهم دی.
د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اسلام اباد ته د افغانستان په چارو کې د ایران د ځانګړي استازي حسن کاظمي د سفر د هدف په اړه جزئیات او معلومات نه دي ورکړي.