ایران او پاکستان په افغانستان کښې د ثبات په راتلو ټینګار لري
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i118820-ایران_او_پاکستان_په_افغانستان_کښې_د_ثبات_په_راتلو_ټینګار_لري
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي په افغانستان کې د ثبات پر تامین ټینګار کړی دی
(last modified 2026-04-11T08:00:12+00:00 )
Jul 23, 2022 06:27 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان په افغانستان کښې د ثبات په راتلو ټینګار لري

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي په افغانستان کې د ثبات پر تامین ټینګار کړی دی

د کلید ګروپ د خبر له مخې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تیره شپه  دیوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي  چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي، په اسلام اباد کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره وکتل.

خبرپاڼه زیاتوي چې  بوټو په افغانستان کې د ثبات پر تامین ټینګار وکړ او په دې برخه کې یې د اسلام اباد او تهران همکاري مهمه وبلله.

په خبرپاڼه کښې راغلي چې د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي په افغانستان کې د پاکستان  رغنده  رول ستایلی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات تامین په سیمه کې د اوږدمهاله ثبات د تامین لپاره مهم دی.

د یادونې وړ ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اسلام اباد ته د افغانستان په چارو کې د ایران د ځانګړي استازي حسن کاظمي د سفر د هدف په اړه جزئیات او معلومات نه دي ورکړي.