پاکستان د افغانستان سیلاب ځپلو ته مرسته ولیږله
Jul 23, 2022 06:47 Asia/Kabul
د پاکستان د مرستو یوه بله جوپه د افغانستان د سفارت چارواکو ته سپارل شوې ده
په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت وايي، چې په هېواد کې د وروستیو سیلابونو له امله د زیانمنو شویو کورنیو لپاره د پاکستان د مرستو یوه بله جوپه ورته سپارل شوې ده.
د کلید ګروپ په لیکنه یاد سفارت په خپله ټويټرپاڼه ليکلي چې ، د مرستو دا جوپه د جمعې په ورځ ، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري له لوري په اسلام آباد کې د افغان سفارت سرپرست، سرداراحمد شکیب ته سپارل شوې ده.
په اسلام اباد کې د افغان سفارت چارواکي وايي، چې دغه مرستې به له اسلام آباد څخه د یوې الوتکې په وسېله د کابل هوايي ډګر ته انتقال شي چې وروسته به په مستحقینو وویشل شي.
ټیګونه