پاکستان :
افغانستان سره د ډبرو سکرو د صادراتو په زیاتوالې هوکړه شوې
پاکستاني رسنیو په داسی حال کې له افغانستان څخه د واردېدونکي سکرو د زیاتوالې په هکله له موافقې څخه خبر ورکړی چي د طالبانو حکومت په دې اړه ناخبري څرګنده کړې ده.
د پاکستان ډان ورځپاڼې خبر ورکړی، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډبرو سکرو د نوي هوکړې پر بنسټ به له دې وروسته د چمن ـ بلوچستان ترڅنګ د خیبر پښتونخوا د خرلاچي او غلام خان بندرونو له لارې هم د ډبرو سکرو صادرات پیل شي.
ډاڼ ورځپاڼې د یو شمېر پاکستاني چارواکو له قوله ویلي ، چې د افغانستان د ډبرو سکاره پر پاکستاني روپیو اخیستل کېږي او دغه هوکړه افغانستان ته د پاکستان د اقتصادي پلاوي په سفر کې شوې ده
خو د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي چې د ډبرو د سکرو د صادراتو په اړه يې د پاکستان له حکومت سره هېڅ ډول هوکړه نه ده لاسلیک کړې.
د دې وزارت ویاند عصمت الله برهان رسنیو ته وویل، چې دوی د ډبرو سکاره په خصوصي سکتور پلوري دا بیا په هغوی پورې اړه لري چې په کومو اسعارو يې او په کوم هېواد باندې پلوري.
د یادونې وړ ده چي په نړیوالو بازارونو کې د ډبرو سکرو د یو ټن قیمت ۳۵۰ ډالره دي، لیکن په افغانستان کې د طالبانو حکومت په پاکستان باندې د ډبرو سکرې په ارزانه قیمت سره پلوري.
افغانستان په نړیواله کچه د ډبرو سکرو له پراخو معادنو څخه برخمن دی خو د ایستلو او د صادراتو لپاره یې کافي امکانات نه لري.