د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو غونډه وشوه
د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت د استازي په ګډون سره د تاشکند د نړیوالې غونډې په څنګ کښې د روسیې په استازي سربیره د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د ځانګړیو استازیو کاري کتنه وشوه.
د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي محمد صادق پرون په خپلې ټویټر پاڼې کښې د ازبکستان په پلازمینې تاشکند کښې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د استازیو د کاري غونډې د ترسره کیدا خبر ورکړ او ویې ویل چې په دغه غونډې کښې د روسیې په استازي سربیره د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو استازیو ګډون وکړ.
د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي هم د افغانستان په هکله د تاشکند نړیوالې غونډې ته په اشارې سره په ټویټر پاڼې کښې ولیکل په دغه غونډې کښې ټینګار وشو چې له کړکیچ څخه د افغانستان د وتلو لارې یوازې د دغه هیواد له داخل څخه پیلیږي.