د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو غونډه وشوه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i119024-د_افغانستان_د_ګاونډیو_هیوادونو_غونډه_وشوه
د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت د استازي په ګډون سره د تاشکند د نړیوالې غونډې په څنګ کښې د روسیې په استازي سربیره د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د ځانګړیو استازیو کاري کتنه وشوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 28, 2022 00:07 Asia/Kabul
  • د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو غونډه وشوه

د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت د استازي په ګډون سره د تاشکند د نړیوالې غونډې په څنګ کښې د روسیې په استازي سربیره د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د ځانګړیو استازیو کاري کتنه وشوه.

د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي محمد صادق پرون په خپلې ټویټر پاڼې کښې د ازبکستان په پلازمینې تاشکند کښې د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د استازیو د کاري غونډې د ترسره کیدا خبر ورکړ او ویې ویل چې په دغه غونډې کښې د روسیې په استازي سربیره د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو استازیو ګډون وکړ.

د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي هم د افغانستان په هکله د تاشکند نړیوالې غونډې ته په اشارې سره په ټویټر پاڼې کښې ولیکل په دغه غونډې کښې ټینګار وشو چې له کړکیچ څخه د افغانستان د وتلو لارې یوازې د دغه هیواد له داخل څخه پیلیږي.