پاکستان کښې بریښنا لا ګرانه شوه
Jul 28, 2022 10:07 Asia/Kabul
د پاکستان حکومت د بریښنا قیمت نور هم زیات کړی دی
پاکستان د انرجۍ د نړیوال کړکیچ او د ګرمۍ د سختې څپې په دوران کښې حکومت د بجلۍ په قیمت کښې زیاتوالی راوسته.
د ایسنا خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان د انرجۍ وزیر خرم دستګیر خان په اسلام آباد کښې خبریالانو ته وویل چې حکومتي کابینې د بریښنا د بیې زیاتول تصویب کړي خو په دغه زیاتوالي کښې به کمزوري مصرف کونکي شامل نه شي.
د ویلو ده چې د انرجۍ د وارداتو لوړو لګښتونو د پاکستان اقتصاد ته پوره تاوان رسولی او د بهرنیو اسعارو د زیرمو د کمیدو سبب شوې دي او له امله یې په روان ۲۰۲۲ کال کښې د روپې ارزښت ۲۰ فیصده کم شوی دی.
د پاکستان د اسعارو زیرمې هم د ۳.۹ میلیارډ ډالرو ترټولو ټیټې سوې ته رسیدلې دي چې یوازې د ۴۵ ورځو د وارداتو لپاره پوره دي.
ټیګونه