پاکستان د افغانستان ۲۴۰ بندیان خوشي کړل
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i119190-پاکستان_د_افغانستان_۲۴۰_بندیان_خوشي_کړل
شفقنا خبري اژانس وايي د پاکستان حکومت په بلوچستان صوبې کښې د افغانستان دوه سوه درې څلویښت نیول شوي افغان کډوال خوشي کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 31, 2022 10:50 Asia/Kabul
  • پاکستان د افغانستان ۲۴۰ بندیان خوشي کړل

شفقنا خبري اژانس وايي د پاکستان حکومت په بلوچستان صوبې کښې د افغانستان دوه سوه درې څلویښت نیول شوي افغان کډوال خوشي کړل.

د افغانستان یوه ناوي او ودګنی د کورنۍ له نورو غړیو او نورو افغانانو سره یوځاې بیګا له زندان څخه خوشي شول.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان عسکر د افغانستان کډوال په ډله ییزه بڼه نیسي او بیا یې ازادوي.

د ملګروملتونو د شمیرنو پراساس د دوه زره یویشتم میلادي کال له جنورۍ میاشتې راهسې د روان کال تر جون میاشتې پورې د افغانستان څخه د پاسه دوه لکه پنځوسو زرو کسانو پاکستان ته مهاجرت کړی دی.

په افغانستان کښې واک ته د طالبانو له رسیدا وروسته د دغه هیواد ګڼ شمیر خلک د ایران او د پاکستان په شمول ګاونډیو هیوادونو ته تللي دي.