په پاکستان کې ګرانۍ ریکارډ مات کړ
په تېره یوه میاشت کې په پاکستان کې د خوراکي، تېلو، چای، سبزیجاتو،اوړه او لبنیات په ګډون د بېلابېلو خوراکي توکو بیې له ۴ تر ۲۵ سلنې لوړې شوې دي.
د اسلام اباد د نوای وقت د راپور له مخې د پاکستان د احصایې د ادارې د راپور له مخې، په دغه هېواد کې د ۲۰۲۲ کال په جولای میاشت کې د انفلاسیون کچه ۹.۲۴ سلنه وه، چې په تېرو ۱۴ کلونو کې تر ټولو لوړه کچه وه
په تېره یوه میاشت کې په پاکستان کې د خوراکي، تېلو، چای، سبزیجاتو،اوړه او لبنیات په ګډون د بېلابېلو خوراکي توکو بیې له ۴ تر ۲۵ سلنې لوړې شوې دي.
په پاکستان کې انفلاسیون تر ډیره د دغه هیواد د بهرنیو اسعارو د زیرمو د کمیدو او د کوویډ-۱۹ ویروس د خپریدو له امله د وارداتي توکو او انرژۍ د بیو د لوړیدو له امله رامنځ ته کیږي.
د پاکستان دولتي بانک (SBP) په دغه هیواد کې د انفلاسیون د لا زیاتوالي سره د مقابلې لپاره د سود کچه 15٪ ته لوړه کړې.