د بلوچستان سیلاب ځپلي له حکومته ناراضه دي
د پاکستان په بلوچستان صوبه کښې له سیلاب ځپلو سره په مرستو کښې د اسلام آباد لټي د هغوي د خوابدۍ سبب شوې ده
زمونږ خبریال د پاکستان د جنګ ورځپاڼې په حواله رپورټ راکړی چې د سیلاب ځپلو ستونزو ته د پاکستان د حکومت چټکې او موثرې رسیدګۍ د نشتوالي په وجه د بلوچستان د سیلاب ځپلو خلکو نارضایتي ډیره شوې ده.
د پاکستان حکومتي چارواکو د سیلاب ځپلو په ستونزو باندې غور او ورسره مرسته د پيژند پاڼې یعنې شناختي کارډ په وړاندې کولو پورې شرطمن کړي دي، حال دا چې سیلاب د دغې سیمې د اوسیدونکو کورونه او په کښې د شناختي کارډونو وغیره په شان مدارکو په شمول یې هرڅه له مینځه وړي دي.
د دغې پاکستاني خبرپاڼې په لیکنه د بلوچستان خلکو د هغوي ګډوډ حالت ته په بې پامۍ سره د مرستې لپاره د شناخني کارډ ښودلو لپاره د حکومت غوښتنه خپله بې عزتي او سپکاوی ګڼلی دی.
له بلې خوا د بلوچستان صوبې په لسبیلا سیمې کښې سیلاب ځپلو ته د مرستې رسونې عملیات په دغې سیمې کښې د خلکو د تیت پرکوالي په وجه له ډیرو ستونزو سره مخامخ دي او په دې وجه تراوسه لا ډیرې کورنۍ په ډیرو بد حالاتو کښې راګیرې دي.
د رسمي احصائيو له مخې په پاکستان کښې د تیرو ورځو له سختو بارانونو وروسته د سیلابونو د راوتلو له امله تقریباً پنځه نیم سره (۵۵۰) کسان مړه شوي دي او په دې مینځومان کښې د بلوچستان صوبې د ډیرو سیمو په شمول د پاکستان محرومې او بې وزله سیمې لازیاتې خرابې او زیانمنې شوې دي.