پاکستان کښې یوځل بیا انټرنیټ قطع شو
Aug 23, 2022 08:25 Asia/Kabul
په یوې اونۍ کښې دا دویم ځل دی چې د پاکستان په ډیرو سیمو کښې انټرنیټ بندیږي
له اسلام آباده زمونږ خبریال وايي چې د پاکستان د پلازمینې او هم داشان راولپنډۍ، لاهور او فیصل آباد په شمول د دغه هیواد په ډیرو مهمو ښارونو کښې د انټرنیټ د غوڅیدو له امله خلک له ډیرو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
ځینو سرچینو د پاکستان د مخابراتو د ملي شرکت په نیټ ورک کښې تخنیکي نیمګړتیا، په پراخه پيمانه د انټرنیټ د غوڅیدو وجه بللې ده.
د پاکستان د مخابراتو د ملي شرکت ویاند د انټرنیټ د غوڅیدو اصلي مرکز د هیواد په شمالي او مرکزي سیمو کښې وباله او ویې ویل چې د ماهرانو ډلې د دغې ستونزې د هوارولو کوشش کوي.
د ویلو ده چې د پاکستاني استعمالونکو انټرنیټ د روانې آګست میاشتې په ۱۹ نیټه هم غوڅ شوی و.
ټیګونه