ایران ته د پاکستان د هوایي ځواکونو د قومندان سفر
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i120364-ایران_ته_د_پاکستان_د_هوایي_ځواکونو_د_قومندان_سفر
د پاکستان د هوایي ځواکونو قومندان د ایران له فوځي چارواکو سره د سلامشورو په موخه تهران ته راغلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 30, 2022 11:50 Asia/Kabul
  • ایران ته د پاکستان د هوایي ځواکونو د قومندان سفر

د پاکستان د هوایي ځواکونو قومندان د ایران له فوځي چارواکو سره د سلامشورو په موخه تهران ته راغلی دی.

د پاکستان د هوایي ځواکونو قومندان جنرال «ظهیر احمد بابر» د خپل ایرانی سیال جنرال حمید واحدي په بلنې سره ایران ته راغلي چي د دوه اړخیزو امنیتې همکاریو په هکله خبرې اترې وکړي.

ټاکل شوې ده چي دغه پاکستانی جنرال د خپل درې ورځني سفر په موده کې د ایران د فوځ د هوایي ځواک له قومندان جنرال واحدي سره تر لیده کاته وروسته د ایران له نورو جګپوړو چارواکو سره هم سلامشورې وکړي.

د ایران اسلامي جمهوریت د دواړو هیوادونو تر مینځ په ګډو پولو د امنیت د ټینګولو په لړ کې پاکستان سره د فوځي او امنیتي همکاریو غوښتونکی دی.