د پاکستان اواسراییلو د اړیکودعادي کولو دسیسې ماته وخوړه
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i120498-د_پاکستان_اواسراییلو_د_اړیکودعادي_کولو_دسیسې_ماته_وخوړه
په دغه غونډه کې ګډون کونکیو د فلسطین له ایډیال د دفاع لپاره د مبارزې د دوام په ترڅ کې د پاکستان او اسراییلو د اړیکو د عادی کولو لپاره د لویدیځ دسیسه ماته خوړلی وبلله او د فلسطین د مقاومت له غورځنګونو یې د پاکستاني مسلمانانو هراړخیزه ملاتړ اعلان کړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 03, 2022 01:22 Asia/Kabul
  • د پاکستان اواسراییلو د اړیکودعادي کولو دسیسې ماته وخوړه

په دغه غونډه کې ګډون کونکیو د فلسطین له ایډیال د دفاع لپاره د مبارزې د دوام په ترڅ کې د پاکستان او اسراییلو د اړیکو د عادی کولو لپاره د لویدیځ دسیسه ماته خوړلی وبلله او د فلسطین د مقاومت له غورځنګونو یې د پاکستاني مسلمانانو هراړخیزه ملاتړ اعلان کړ .

د پاکستان سیاسي او مذهبي مشرانود فلسطین په موضوع په یوه غونډه کې د پاکستان او اسراییلود اړیکو د عادي کولو لپاره هلې ځلې ماته خوړلي وبللې .

زمونږ خبریال راپور راکوی د پاکستان د فلسطین فاونډیشن د ملاتړ کمیټۍ غونډه د پاکستان د سیاسی ، مذهبي او مدنی فعالانو په شتون سره ترسره شوه .

په دغه غونډه کې ګډون کونکیو د فلسطین له ایډیال د دفاع لپاره د مبارزې د دوام په ترڅ کې د پاکستان او اسراییلو د اړیکو د عادی کولو لپاره د لویدیځ دسیسه ماته خوړلی وبلله او د فلسطین د مقاومت له غورځنګونو یې د پاکستاني مسلمانانو هراړخیزه ملاتړ اعلان کړ .

د جماعت اسلامی مرستیال امیر مسلم پرویز ، د پاکستان د جمعیت علما صوبایی مشر علامه قاضی احمد نورانی او د مسلم لیګ د نواز څانګې ، تحریک انصاف او متحده قومی مومنټ یوشمیر استازیو شتون درلوده .