پاکستان په رسمیت د طالبانو د حکومت پیژندلو ته تیار دی
پاکستان به د نړیوالې ټولنې په غږملتیا سره او له ګاونډي هیوادونو سره په موافقه کښې په افغانستان کښې د طالبانو موقته حکومت په رسمیت وپیژني
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې په کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد خان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې اسلام آباد په رسمیت د طالبانو د لنډمهاله حکومت د پیژندلو په هکله په یو اړخیزه توګه پریکړه نه کوي، څرګنده کړه: پاکستان به د نړیوالې ټولنې په غږملتیا او له ګاونډي هیوادونو سره په صلاح مشورې سره د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني.
منصور احمد خان زیاته کړه: په رسمیت د طالبانو د موقت حکومت د پيژندو او د افغانستان د پایداره ثبات چابي په دغه هیواد کښې دننه ده او د افغانستان واکمنه کابینه ورته باید جدي توجه ولري.
په کابل کښې د پاکستان سفیر په دې خبرې سره پاکستان د افغانستان په کورنیو چارو کښې لاسوهنه نه کوي، څرګنده کړه: د ټول شموله حکومت جوړول، د زده کړې د حق ورکول، د بشري حقوقو احترام او له ترهګرۍ سره مبارزه د طالبانو د موقته حکومت ځیني مسئولیتونه دي او دا ډول غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کښې دخالت نه دی.