د پاکستان پینځه پو ځيان او څلوروسله وال وژل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i120652-د_پاکستان_پینځه_پو_ځيان_او_څلوروسله_وال_وژل_شوي
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د خیبرپښتونخوا شمالي وزیرستان کې یوه نښته کې پنځه پاکستاني پوځیان او څلور وسله وال وژل شوي دي.‌
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 06, 2022 02:11 Asia/Kabul
  • د  پاکستان پینځه پو ځيان او څلوروسله وال وژل شوي

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د خیبرپښتونخوا شمالي وزیرستان کې یوه نښته کې پنځه پاکستاني پوځیان او څلور وسله وال وژل شوي دي.‌

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر "ای اېس پي ار" یوه اعلامیه کې ویلي دا "سخته نښته" تر هغې وروسته وشوه چې د دوی پوځیانو د استخباراتي مالوماتو له مخې د شمالي وزیرستان بویا سیمه کې عملیات وکړل.

دې اعلامیه کې راغلي چې د دوی په وژل شویو پوځیانو کې د 'عبدالولي وزیر' په نوم یو کپتان (captain) دی چې د واڼه اصلي اوسېدونکی دی.

د پاکستان پوځ ويلي‌ دغو  وسله والو سیمه کې د امنیتي ځواکونو خلاف ترهګریزو فعالیتونو او د ملکي خلکو په وژلو کښې لاس درلود.‌

ای اېس پي ار زیاته کړې چې له وژل شویو وسله والو یو شمېر وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي دي.‌

په ورته وخت پاکستانۍ رسنۍ د دغه هېواد د پوځ د یوې بلې اعلامې له مخې وايي‌ چې امنیتي‌‌ ځواکونو د شمالي وزیرستان میرعلي کې هم د استخباراتي اطلاعاتو له مخې ورته عملیات کړي چې د طفیل په نوم یو وسله وال قوماندان پکې وژل شوی دی.

ای ایس پي ار ویلي دغه وسله وال قوماندان میرعلي او شاوخوا سیمو کې په بېلابېلو چاودنو او ترهګریزو فعالیتونو کې لاس درلود.

اعلامیه کې دا هم راغلي چې پاکستاني ځواکونه به د وسله والو له حضوره د دې سیمې د پاکولو عملیاتو ته دوام ورکوي.