پاکستان د طالبانو له حکومت سره نړیوالې ټولنې په تعامل ټینګار وکړ
د پاکستان د خارجه وزارت صلاحکار وزیرې په افغانستان کښې د پایداره ثبات لپاره د دغه هیواد د طالبانو له موقته حکومت سره د نړیوالې ټولنې تعامل ضروري وباله
تسنیم خبري آژانس خبر ورکړی چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون په یوې خبرپآڼې وویل: د پاکستان د خارجه وزارت صلاحکارې حنا رباني کهر په اسلام آباد کښې، افغانستان کښې د ملګرو ملتو د دفتر له مشر مارکوس پوټزل سره په کتنه کښې وویل: په افغانستان کښې د صلحې او ثبات لپاره د طالبانو له لنډمهاله حکومت سره د یوناما په شمول د نړیوالې ټولنې پایداره تعامل ضروري دی.
هغې په انساني، ټولنیزو او اقتصادي برخو کښې د افغانستان مخې ته په پرتو ننګونو باندې د غور پر اهمیت باندې په ټینګار سره وویل: اسلام آباد د یو امنه، باثباته، سوکاله او له اقتصادي نظره د پایداره افغانستان په جوړیدو ټینګار لري.
له پوټزل سره په کتنه کښې د پاکستان د خارجه وزارت یو بل مرستیال سهیل محمود هم وویل: د افغانستان او نړیوالې ټولنې د ګډو اهدافو د پرمخ بیلولو لپاره یوې عملي کړنلارې او د طالبانو له موقته حکومت سره رغنده مشارکت ضروري دی.