د حسیني اربعین لپاره ۲۴ زره پاکستاني زیارتوال راغلې دي
د ایران په سیستان و بلوچستان ولایت کښې د اربعین کمیټې ویاندوی: د اربعین د پاکستان زیارتوالو د راتګ لپاره له څو میاشتې مخکښې نه پلاننګ شوی و
د ایران په سیستان و بلوچستان ولایت کښې د اربعین کمیټې ویاندوي وویل: د امام حسین علیه السلام د شهادت د اربعین لپاره په تیرو دوو میاشتو کښې ۲۴ زره او ۳۷۷ تنه پاکستاني زیارتوال د میرجاوه او ریمدان د سرحدونو له لارې د ایران اسلامي جمهوریت ته راغلي دي
د سیستان و بلوچستان ولایت د اربعین د کمیټې ویاند جواد قنبري نن ایرنا ته په مرکه کښې وویل چې زیاتره راغلي زیارتوال په بسونو کښې د ایران د مشهد او قم مقدسو ښارونو ته روان شوې دي او له هلته ته به کربلا ته ځي.
هغه زیاته کړه چې د اربعین د پاکستان زیارتوالو د راتګ لپاره له څو میاشتې مخکښې نه پلاننګ شوی و او د میرجاوې او ریمدان په دواړو سرحدونو کښې ورته ضروري بیخ بیناوې جوړې شوې وې.
ښاغلي قنبري په دوام کښې وویل: د ترسره شویو غږملتیاؤ په برکت د ایران د لویدیځو پولو (عراق) په لور د اربعین د پاکستاني زیارتوالو د لیږلو کار په ښه توګه ترسره شوی دی.