د پاکستان په پوله کښې نښته شوې
Sep 14, 2022 11:41 Asia/Kabul
د پاکستان په سرحد کښې د پرونۍ نښتې له امله ۳ کسان مړه شوې دي
د پاکستان پوځ نن ویلي چې په دغه هیواد باندې پرونۍ حمله د افغانستان له خاورې شوې ده. په عین حال کښې د باکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري دغه حمله غندلې او د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان خلاف استعمالیدو ته نه پریږدي.
د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼې کښې ویلي چې ترهګرو د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر پوځي ځواکونو ډزې وکړې چې له امله یې درې پوځیان وژل شوې دي.
د پاکستان امنیتي مسئولان وايي چې دا نښته د افغانستان د پولې له دننې څخه د خیبر پښتونخوا د کرمې په خرلاڅیو سیمه کښې شوې ده.
ټیګونه