طالبان د خپلوژمنوماتولو له لاسه نړيوال روا والې نه پيدا کوي
طالبانو د پاکستاني خارجه وزير په څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري پر طالبانو نيوکه کړې،چې له نړيوالو سره خپلې ژمنې نه عملي کوي او دا کار ېې د نړيوال مشروعيت پیدا کولو پر وړاندې اساسي خنډ ګرځیدلی.
بلاول بوټو يوه فرانسوي ټلویزیون سره د مرکې پر مهال د نجونو زده کړو سره د طالبانو په مخالفت خواشیني څرګنده کړې ده.
طالبانو د پاکستاني خارجه وزير په څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.
د افغانستان د پوهنې وزارت پخواني وياند کبير حقمل ويلي چې د طالبانو د ممانعت په ګډون په بېلابېلو عواملو څه باندې څلور میلیونه د زده کړو پر شرايطو برابرې افغان نجونې له زده کړو څخه محرومې دي.
ويل کيږي،چې د نجونو د زده کړو مخالفت د طالبانو لوی مشر ملا هبت ا...اخندزاده، رييس الوزرا ملا حسن اخند او د دوی نيږدې ډله کوي.