طالبان د خپلوژمنوماتولو له لاسه نړيوال روا والې نه پيدا کوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i121364-طالبان_د_خپلوژمنوماتولو_له_لاسه_نړيوال_روا_والې_نه_پيدا_کوي
طالبانو د پاکستاني خارجه وزير په څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 23, 2022 03:05 Asia/Kabul
  • طالبان د خپلوژمنوماتولو له لاسه نړيوال روا والې نه پيدا کوي

طالبانو د پاکستاني خارجه وزير په څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري پر طالبانو نيوکه کړې،چې  له نړيوالو سره خپلې ژمنې نه عملي کوي او دا کار ېې د نړيوال مشروعيت پیدا کولو پر وړاندې اساسي خنډ ګرځیدلی.

بلاول بوټو يوه فرانسوي ټلویزیون سره د مرکې پر مهال د نجونو زده کړو سره د طالبانو په مخالفت خواشیني څرګنده کړې ده.

طالبانو د پاکستاني خارجه وزير په څرګندونو غبرګون نه دی ښودلی.

د افغانستان د پوهنې وزارت پخواني وياند کبير حقمل ويلي چې د طالبانو د ممانعت په ګډون په بېلابېلو عواملو څه باندې څلور میلیونه د زده کړو پر شرايطو برابرې افغان نجونې له زده کړو څخه محرومې دي.

ويل کيږي،چې د‌ نجونو د زده کړو مخالفت د طالبانو لوی مشر ملا هبت ا...اخندزاده، رييس الوزرا ملا حسن اخند او د دوی نيږدې ډله کوي.