اسرائیلو ته د پاکستان پلاوی نه دی ورغلی
زمونږ خبریال وايي اسلام اباد نیواکي فلسطین یعني اسرائیلو ته د پاکستان د یوه پلاوي سفر دروغ وباله.
ځینو رسنیو په نیواکي قدس کښې د صهیونیسټ رژیم له چارواکو سره د پاکستان د یوه پخواني وزیر په شمول د دغه هیواد د یوه پلاوي د کتنې خبر ورکړی و.
ایکسپریس نیوز ورځپاڼې ویلي د پاکستان د خارجه وزارت ویاند عاصم افتخار نن د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره اسرائیلو ته د اسلام اباد د یوه پلاوي سفر دروغ وباله او ویې ویل د فلسطین په هکله د اسلام اباد دریځ روښانه دی او پاکستان تل د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره د فلسطین د خلکو د مسلم حق ملاتړ کوي.
عاصم افتخار وویل اسرائیلو ته د پاکستان د یوه پلاوي سفر د یوه غیر حکومتي خارجي موسسې لخوا چې په پاکستان کښې دیره نه ده ترسره شوی دی.
پاکستان تراوسه صهیونیسټ رژیم په رسمیت نه دی پیژندلی او تل د صهیونیسټ رژیم په مقابل کښې د فلسطین د مظلومو خلکو ملاتړ د اسلام اباد په خارجي سیاست کښې یو ټاکونکی اصل ګڼي.
راپورونه وايي چې څو میاشتې مخکې هم د پاکستان یو پلاوی اسرائیلو ته ورغلی او څو ورځې وړاندې یو بل پلاوی هم چې د پاکستان یو پخواني حکومتي وزیر پکښې شامل و صهیونیسټ رژیم ته سفر کړی و چې دغه چارې د مسلمانانو غصه راپارولي ده.