د مسلمانانوپرضدپه کرکې راپارونې د پاکستان د لومړی وزیر نیوکه
د پاکستان د لومړی وزیر د وینا یوه برخه د کشمیر په شمول په هند کې د مسلمانې ټولنې پرضد د کرکې راپارونې زیاتیدا ته بیل وه چی له بده مرغه په وروستیو کلونو کی مسلمانانو لپاره شرایط ډیر اندیښمنونکي شوی دي .
د پاکستان لومړی وزیر د اسلام پرضد په هند کې د کرکه پارونې د بندولو غوښتنه وکړه . شهباز شریف په نیویارک کې د ملګروملتو د عمومي اسمبلۍ په ۷۷ غونډې کې وویل اسلام پرضد کرکه راپارونه په یوې نړیوالې ښکارندې بدله شوی ده اوپه دې باره کی تر ټولو ستره نښه د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کې د هند د مسلمانانو پرضد لیدل کیدلې شی . ده وویل باید د کشمیر ملت ته د برخلیک د ټاکلو اجازه ورکړل شی .
د پاکستان لومړی وزیر د خپلې وینا په یوه بله برخه کی وویل زمونږ هیواد د اب و هوا د شرایطو په دلیل له یوې هر اړخیزې غمیزې سره مخامخ دې او زمونږ د حکومت لومړیتوب په میلیونونو سیلاب ځپلوته ملی مرسته رسونه ده .
د اسلام پرضد د نفرت راپارونې په اړه د پاکستان د لومړی وزیر ویناوې په نړیواله سویه د مسلمانانو مهمه اندیښنه ده چی سبب شوی ده په مختلفو هیوادونو کې د مسلمانې ټولنې پرضد تاوتریخجن اقدامات په اندیښمنونکی ډول زیات شي .
په امریکا د ستمبر د ۱۱ له حملووروسته د دغه هیواد حکومت او د هغه لویدیځو متحدانو په دغو حملو کی د القاعدې او طالبانو د لاس درلودلو په پلمه له اسلامه د ویرولو سیاست په ایجنډې کې راوستلو سره په مختلفو هیوادونو کې د مسلمانانو تر دباو لاندې راوستلو زمینه برابره کړه .
د امریکا په کابو تیرو دو لسیزو کې اسلام سره د ترهه ګرو ډلو په تړلو سره مسلمانانو پرضد د تاوتریخوالی کارولو او کرکې راپارولو زمینه برابره کړه .
په ملګرو ملتو کی د اسلام پرضد د کرکې راپارونې کې د لویدیځو هیوادونو په سیاست نیوکه ښی چی مسلمان هیوادونه د دغو سیاستونو په دوام سخت غوسه دي .
په وروستیو کلونو کې هغه یو اقدام چی له اسلامه د ویرولو فضا یې سخته کړه ، امریکا ته د بینځو مسلمانو هیوادونو د ښاریزو د سفر بندیز وو چی له اسلامه ویرولو بهیر یې سخت کړ .
د پاکستان د لومړی وزیر د وینا یوه برخه د کشمیر په شمول په هند کې د مسلمانې ټولنې پرضد د کرکې راپارونې زیاتیدا ته بیل وه چی له بده مرغه په وروستیو کلونو کی مسلمانانو لپاره شرایط ډیر اندیښمنونکي شوی دي .
په وروستیو کلونو کی د مسلمانانو پرضد د هند د واکمن ګوند توپیری سیاست سبب شوی چی افراطي هندوان د سپیڅلی ځایونو د ویجاړولو په شمول مسلمانانو پرضد خپل اقدامات زیات کړي او د دې په څنګ کې په مختلفو هیوادونو کې د مسلمانانو کړول هم زیات شوی دي .
د سیاسی مسلو کارپیژاندې بهروز ایاز وایی د هند دولت د مسلمانانو لپاره د دغه هیواد په ناامنه کولو پسې نورو هیوادونو ته د هغو په کډوالولو پسې دې . د بی جې پی په شمول ملی پال ګوندونو هم د مسلمانانو پرضد د تاوتریخوالی زمینې د خپل سیاسی قدرت له ساتلو سره تړلي دي .
د مسلمانانو د مذهبی دستورو محدود کول ، مسلمانو کډوالو ته د استوګنې د مجوز د ورکولو بندیز ، د کشمیر د ځانګړی کورواکۍ لغوه کول او مسلمانانو پرضد د افراطي هندوانو د تاوتریخوالي پرضد چوپتیا هغه مسایل دي چی په هند کې یې د مسلمانانو پرضد کرکه راپارونه ډیره زیاته کړی ده .
د لویدیځو هیوادونو په وسیله له اسلامه د ویرولو د بهیر له نه بندولو سره اسلامي هیوادونه په مختلفو هیوادونو کې د مسلمانانو ضد نفرت راپارونې سیاست د بندولو لپاره ډول ډول سیاسي ، اقتصادي او تجارتي اوزارونه لري چی تراوسه ورته پام ندې شوې .