د عمران خان د نیولو حکم صادر شو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i121730-د_عمران_خان_د_نیولو_حکم_صادر_شو
د اسلام آباد چاپ نیشن ورځپاڼې د پاکستان تحریک انصاف د مشر او د دغه هیواد د تیر وزیراعظم عمران خان د نیولو د حکم یا Arrest warrant  د صادریدو خبر ورکړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 02, 2022 01:44 Asia/Kabul
  • د عمران خان د نیولو حکم صادر شو

د اسلام آباد چاپ نیشن ورځپاڼې د پاکستان تحریک انصاف د مشر او د دغه هیواد د تیر وزیراعظم عمران خان د نیولو د حکم یا Arrest warrant  د صادریدو خبر ورکړی دی.

د اسلام آباد چاپ نیشن ورځپاڼې د پاکستان تحریک انصاف د مشر او د دغه هیواد د تیر وزیراعظم عمران خان د نیولو د حکم یا Arrest warrant  د صادریدو خبر ورکړی دی.

د ایرنا د خبر له مخې د دي نیشن ورځپاڼې په شمول پاکستاني رسنیو ویلي چې د عمران خان د نیول حکم په یولړ مظاهرو کښې یوې ښځینه قاضي ته په خطاب کښې د هغه د ګواښونکو څرګندونو په وجه صادر شوی دی.

د پاکستان تحریکِ انصاف مشر عمران خان څه موده مخکښې د اسلام آباد په F-9 پارک کښې په یولړ اعتراضي مظاهرو کښې د پاکستان یوه ښځینه قاضي او دوه لوړرتبه پولیس افسران ګواښلي وو.

د ویلو ده چې عمران خان د روان کال په اپریل میاشت کښې په پارلیمان کښې په رایه اخیستنې سره له وزیراعظمۍ لرې کړی شو او ځاې یې د مسلم لیګ نواز ګوند مشر شهباز شریف ونیوه.