عمران خان د پوځ له مشر سره کتنه تائید یا رد نکړه
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې د پوځ له مشر سره کتنه تائید یا رد نکړه.
دا په داسې حال کښې دي چې راپورونه وايې د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره کتنه کړي وه.
د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان د ای ار وايي(ARY) ټیلي ويژن له خبریالې ماریا میمن سره په مرکه کښې د یوې پوښتنې په ځواب کښې وویل زه دروغ نه وایم او زه حقیقت له چا سره نشم شریکولای.
داسې راپورونه ورکړل شوي دي چې د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان تیره میاشت د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې د پوځ له مشر جنرال قمر جاوید باجوا سره کتنه کړي وه.
راپورونه وايي چې د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان او د پوځ مشر جنرال باجوا په دغه کتنه کښې چې ولسمشر عارف علوي منظمه کړي وه کومې موافقې ته ونه رسیدل خو عمران خان ل دغه غونډې وروسته د پاکستان د ایسټبلیشمنټ یعني پوځ پرضد لهجه یو څه نرمه کړه.
د پاکستان د تحریک انصاف مشر عمران خان د اسلام اباد په لور د راتلونکي لاریون په هکله وویل په راتلونکو اوو ورځو کښې به د لاریون نیټه اعلان شي.
عمران خان وویل چې د پنجاب صوبې لومړی وزیر پرویز الهي د تحریک انصاف ائتلافي دی او دې به د اسلام اباد په لور زمونږ د لاریون ملاتړ وکړي.