پاکستان د اسلامي ملګرتیا سازمان د رغنده رول لوبولو غوښتنه وکړه
Oct 25, 2022 03:59 Asia/Kabul
مریم اورنګزیب وویل د دې وخت رارسیدلې دی چی د اسلامی ملګرتیا سازمان غړي هیوادونه له اسلام ویرونې سره د مبارزې لپاره خپلې هلې ځلې پراخې او زیاتې کړي .
د پاکستان د اطلاع رسونې وزیره وایی د اسلامی ملګرتیا سازمان باید په درسته نړۍ کې د مسلمانانو له اساسی حقوقو په ملاتړ کې فعال رول ولوبوي ،
مریم اورنګزیب وویل د دې وخت رارسیدلې دی چی د اسلامی ملګرتیا سازمان غړي هیوادونه له اسلام ویرونې سره د مبارزې لپاره خپلې هلې ځلې پراخې او زیاتې کړي .
هغې زیاته کړه له اسلامه د ویرونې کرکجنه ښکارنده او په جنوبی اسیا کې د مسلمانانو پرضد د کرکې له امله جنایتونه هماغه راز د اندیښنې وړ دی او نوموړې سازمان باید د مسلمانانو له اساسی حقوقو په ملاتړ کې خپل اقتصادي او سیاسی وزن واچوی .
ټیګونه