د عمران خان ويشتونکي په هغه برید خپله ايماني جذبه وګڼله
د نوموړي په وينا د ده ترشا هیڅوک نشته او یوازې ایماني جذبې دغه برید ته هڅولی و.
د پاکستان ځينو رسنيو پر مخکيني صدراعظم عمران خان د برید د عامل اعترافات خپاره کړي.
هغه په دغو څرګندونو کې ويلي:« عمران خان خلک ګمراه کوي، یو خوا اذانونه وي، بل خوا یې په لاریون کې سندرې او ګډاګانې وي.»
دغه کس چې د هویت په اړه ېې ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي، زياته کړې:« عمران خان مې وژلو خو پوره یې نه وه راغلې.»
د نوموړي په وينا د ده ترشا هیڅوک نشته او یوازې ایماني جذبې دغه برید ته هڅولی و.
عمران خان د پاکستان د پنجاب ایالت د ګوجرانوالا د وزیراباد په اله ولا چوک کې خپلو طرفدارو لاریون کوونکو ته وینا کوله،چې پرکانتینر يې ډزې وشوې او دی پکې ټپي شو.
راپورونه وايي چې عمران خان په ښۍ پښه لکېدلی او لږ وروسته په مرمۍ ضد موټر کې روغتون ته یووړل شو. د تحریک انصاف ګوند مشران وايي چې عمران خان په پښو څو ځایه ټپي شوی دی.
دا پېښه له لاهور څخه د اسلام اباد په لور د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند د لاریون په اوومه ورځ وشوه.
عمران خان، چې څه موده مخکې د پارلمان له لوري ګوښه شو، تازه د پاکستان د ټاکنو کميسيون ورڅخه په ټاکنو کې د بيا ګډون حق اخیستی.
هغه د دې پریکړې او دغه راز له وخته د ژر ټاکنو د ترسره کیدو لپاره د پراخو لاریونونو اعلان کړی.