پاکستاني طالبانو د حکومت سره د اوربند د ختميدو خبر ورکړی
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124204-پاکستاني_طالبانو_د_حکومت_سره_د_اوربند_د_ختميدو_خبر_ورکړی
پاکستاني طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان د حکومت له خوا د اوربند په سرغړونې نیوکه کړې ده او خپلو وسله والو ته امر کړی چې په پاکستان کې د حکومت پر ضد خپل عملیات پیل کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 29, 2022 11:35 Asia/Kabul
  • پاکستاني طالبانو د حکومت سره د اوربند د ختميدو خبر ورکړی

پاکستاني طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان د حکومت له خوا د اوربند په سرغړونې نیوکه کړې ده او خپلو وسله والو ته امر کړی چې په پاکستان کې د حکومت پر ضد خپل عملیات پیل کړي.

د اوا له راپور سره سم، پاکستاني طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره له خپلو جنګیالیو څخه په رسمي توګه غوښتي چې د دولتي ځواکونو پر ضد عملیات بیا پیل کړي.

تحریک طالبان پاکستان  ترهګرې ډلې اعلان کړي: له هغه وخته چې په مختلفو سیمو کښې د مجاهدینو خلاف پوځي عملیات دوام لري نو پکار ده چې په هرځای کښې چې امکان ولري عملیاتونه ترسره کړئ.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پرېکړه وروسته له هغه وشوه چې د پاکستان د پوځي ادارو له خوا د خیبر پښتونخوا په بنو لکي مروت سیمه کې د پاکستاني طالبانو پر ضد د پاکستان د پوځي ادارو له خوا بریدونه وشول.

تحریک طالبان پاکستان ویلي چې د دې ډلې د صبر کاسه ډکه شوې ده.

 د دې ډلې د څرګندونو له مخې، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارو له اوربند وروسته خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او اوس یې ځوابي بریدونه پیل کړي دي.

پاکستاني طالبانو او د پاکستان حکومت د جون په میاشت کې د اسلامي امارت په منځګړیتوب په یوه نا اعلان شوي اوربند موافقه وکړه، خو اوس ولیدل کیږي چې دغه مذاکرات ناکام شوي او اوربند هم مات شوی دی.