طالبانو د پاکستان په سفارت حمله وغندله
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124356-طالبانو_د_پاکستان_په_سفارت_حمله_وغندله
زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کښې د پاکستان په سفارت ډزې وغندلې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 03, 2022 02:08 Asia/Kabul
  • طالبانو د پاکستان په سفارت حمله وغندله

زمونږ خبریال راپور راکړی د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په کابل کښې د پاکستان په سفارت ډزې وغندلې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون په کابل کښې د پاکستان په  سفارت باندې ډزو ته غبرګون کښې ویل هیڅ لوري ته به اجازه ورنکړو چې په کابل کښې ډیپلوماټانو ته کوم تاوان ورسیږي.

تراوسه کوم سړي یا ډلې د پاکستان په سفارت د برید مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی.

په کابل کښې د پاکستان په سفارت دغه حمله په داسې حال کښې کیږي چې پرون په کابل د پاکستان او د ایران په شمول د خارجي او د داخلي شرکتونو په ګډون سره نړیوال نندرتون هم پیل شوی دی.