کابل کښې د پاکستان په سفارت له حملې وروسته
امیر خان منتقي بلاول بوټو زرداري ته ټیلیفون وکړ
-
فایل فوټو
د طالبانو د موقته حکومت او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په کابل کښې د پاکستان د سفارت په شاذدافیر باندې له ناکامې حملې وروسته په خپلو کښې خبرې وکړې
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په کابل کښې د پاکستان د سفارت په شاذدافیر عبید ا... نظاماني باندې له پرونۍ ناکامې حملې وروسته د پاکستان له خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري سره په ټیلیفوني تماس کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د افغانستان په کلک هوډ ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ چې د افغانستان حکومت به د دغې حملې عاملان ډیر زر د عدالت منګولو ته وسپاري.
زرداري هم د سفارتي کارکونکو د امنیت د تامینیدو په ضرورت باندې په ټینګار سره څرګنده کړه: د افغانستان حکومت باید د ترهګرو په لاس د افغانستان او پاکستان ترمینځ د اړیکو د کمزورې کیدو مخه ونیسي.
له دې مخکښې د پاکستان د خارجه وزارت ویاند رسنیو ته ویلي وو چې اسلام آباد په کابل کښې د خپل سفارت د بندولو یا د خپلو ډیپلماټانو د ایستلو هیڅ اراده نه لري.