پاکستان کښې د یوې ترهګرې ډلې یو مشر وژل شوی دی
Dec 05, 2022 08:56 Asia/Kabul
د یوې ترهګرې ډلې مشر په جنوبي وزیرستان کښې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کښې ووژل شو
د یوې ترهګرې ډلې مشر په جنوبي وزیرستان کښې د پاکستان د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کښې ووژل شو
د پاکستان پوځ پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل: په سراکئي مشهور محمد نور چې د یوې ترهګرې ډلګۍ مشر و او ډیر خطرناک جرمونه یې کړي وو، د وزیرستان په شیوا سیمه کښې د پاکستان د پوځ په عملیاتو کښې وژل شوی دی.
په دغو عملیاتو کښې له ترهګرو څخه درنه وسله او مهمات هم نیول شوي دی.
ټیګونه