پاکستان د افغانستان له حکومت سره تعامل کوي
د پاکستان خارجه وزیر وویل: اسلام آباد به د پاکستان تحریک طالبان سره د مقابلې او د ترهګرو ډلو د ګواښ د مخنیوي لپاره د افغانستان له حکومت سره ملګرتیا وکړي
بلاول بوټو زرداري الجزیره چینل ته په یوه مرکه کښې وویل چې هیواد یې د بهرني سیاست په بنیاد او د سیمې د هیوادونو د ګټو لپاره د افغانستان له حکومت سره تعامل کوي.
دغه جګ پوړې پاکستاني چارواکي زیاته کړه: په خواشینۍ سره ترهګرې حملې دوام لري او مونږ تمه لرو چې له خپلو ګاونډیانو سره په افغانستان کښې او د دغه هیواد له چارواکو سره کار وکړو ترڅو د ترهګرو ډلو دا ننګونې ختمې کړو.
د افغانستان طالبانو بیا ویلي چې تحریک طالبان د پاکستان کورنۍ مسئله ده او د افغانستان له خاورې څخه نورو هیوادونو ته هیڅ ډول ګواښ نشته.
د طالبانو د موقته حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وویل: د ګاونډي هیوادونو امنیت د ټولو په ګټه دی.
د ویلو ده چې تحریکِ طالبان پاکستان او د اسلام آباد حکومت د تیر کال په نومبر میاشته کښې د افغانستاني طالبانو په مینځګړیتوب سره د اوربند موافقه وکړه خو دغې ترهګرې ډلې تیره اونۍ په یوې خبرپاڼې کښې وویل چې صبر يې تمام شوی دی او له خپلو ملاتړو یې غوښتي چې د پاکستان په ټولو صوبو کښې پوځي ځواکونه او اهداف په نښه کړي.