داعش ډله د ایران او پاکستان ګډه اندیښنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124526-داعش_ډله_د_ایران_او_پاکستان_ګډه_اندیښنه_ده
په افغانستان کښې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان په دغه هیواد کښې د داعش ترهګرې ډلې خوځښتونه په سیمه کښې د ایران او د پاکستان اصلي اندیښنه وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 07, 2022 01:48 Asia/Kabul
  • داعش ډله د ایران او پاکستان ګډه اندیښنه ده

په افغانستان کښې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان په دغه هیواد کښې د داعش ترهګرې ډلې خوځښتونه په سیمه کښې د ایران او د پاکستان اصلي اندیښنه وبلله.

هغه په اسلام اباد کښې له ایرنا خبري اژانس سره په مرکه کښې وویل هغه څه چې د افغانستان په بیلابیلو سیمو په تیره بیا  کابل کښې روان دي د افغانستان له مهمو ګاونډیو هیوادونو  یعني ایران او پاکستان سره د افغانستان د اختلاف د رامینځته کولو لپاره یوه پلان شوي دسیسه ده.

منصور احمد خان وویل د ګاونډیو هیوادونو ترمینځ د ناوړه تفاهم د رامینځته کولو او په سیمه کښې په دسیسې باندې د غلبې لپاره د ترهګرۍ د ستونزې پرضد د  ایران د افغانستان او د پاکستان د ملګرتیاو پیاوړتیا ضروري ده.

د پاکستان دغه ډيپلوماټ وویل ایران او پاکستان په سیمه کښې د ناامنۍ د عواملو پرضد د ګډې ملګرتیا لپاره اغیز شیندونکي لارې چارې کارولي دي ځکه چې داعش ښکارنده د پاکستان او د ایران لپاره په دوه اړخیزه اندیښنې بدله شوي ده او په دغه چیلنج باندې د غلبې لپاره ګډ سازوکار مهم جاجول کیږي.

په افغانستان کښې د پاکستان پخواني سفیر منصور احمد خان ټینګار وکړ پاکستان له ترهګرۍ سره په مبارزې کښې د ایران له اسلامي جمهوریت سره ملګرتیا ته اهمیت ورکوي او د دغه ملګرتیا د پیاوړي کولو لپاره به خپلې هڅې ته دوم ورکړي.

هغه وویل ترهګرۍ نه یوازې په افغانستان کښې بلګې په ټولو سیمه کښې د سولې او د امنیت لپاره یو جدي ګواښ دی.