پاکستان ته د افغانستان صادرات زیات شوي
د افغانستان بیخ بینائي تاسیسات چې د امریکا د شل کلن نیواک او داخلی جنګونو له امله تباه شوي ،دخپل اقتصاد د څرخ د احیاء لپاره د ایران او پاکستان پشمول ګاونډیانو ته ضرورت لري.
طالبان چې د۲۰۲۱کال داګست په پنځلمسه نیټه په افغانستان کې قدرت ته ورسیدل،د پاکستان او ایران پشمول ئې له ګاونډیو هیوادونو سره داړیکو د پراختیا لپاره ډیرې هڅې کړي دي
دافغانستان شفقنا خبری آژآنس راپور ورکړ، دپاکستان دسټراټژيکو مطالعاتو په اکاډیمۍ کې د افغانستان د څیړنو دمرکز مدیرې میرمن آمنه خان په یولړ څرګندونو کې ووئيل،په دغې مودې کې تر دې دمه پاکستان ته د افغانستان صادرات له پنځه نیم سوه میلیون، اوه سوه میلیون ډالرو ته زیات شوي دي.
میرمن آمنه خان زیاته کړې ،له دوو اړخیزتجارت او ټرانزیټ له لارې د پاکستان او افغانستان ترمینځ سوله ایزه اقتصادي ملګرتیا به د جنوبی او مرکزي آسیا دګنډلو سبب شي.
د افغانستان بیخ بینائي تاسیسات چې د امریکا د شل کلن نیواک او داخلی جنګونو له امله تباه شوي ،دخپل اقتصاد د څرخ د احیاء لپاره د ایران او پاکستان پشمول ګاونډیانو ته ضرورت لري.