پاکستان له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې ګاز واردوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124690-پاکستان_له_ترکمنستان_څخه_د_افغانستان_له_لارې_ګاز_واردوي
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د انرژۍ د سرچینو د کمښت له کبله به د ژمي په موسم کې له ترکمنستان څخه مایع ګاز د افغانستان له لارې وارد کړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 11, 2022 04:16 Asia/Kabul
  • پاکستان له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې ګاز واردوي

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د انرژۍ د سرچینو د کمښت له کبله به د ژمي په موسم کې له ترکمنستان څخه مایع ګاز د افغانستان له لارې وارد کړي.

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د انرژۍ د سرچینو د کمښت له کبله به د ژمي په موسم کې له ترکمنستان څخه مایع ګاز د افغانستان له لارې وارد کړي.

پاکستاني رسنیو ویلي. چې د افغانستان د لاریو چلوونکي به د چمن له دروازې د تورغنډۍ تر سرحده تش ټانکرونه لېږدوي او بېرته به د ګازو ټانکرونه چمن ته رسوي. راپور کې ویل شوي چې دې هېواد ته د ګاز واردات به ډېر ژر پیل شي، خو په راپورونو کې ویل شوي چې په لنډ مهال او اوږدمهال کې د دې ستونزې د حل لپاره یوکال وخت ته اړتیا شته.

پاکستان د زیات نفوس د لرلو له کبله ډېری وخت په دوبي کې د برېښنا او په ژمي کې د ګاز له کمښت سره مخامخ کېږي.