زرداري: نړیواله ټولنه دې د طالبانو له حکومت سره تعامل وکړي
بلاول بوټو زرداري له نړیوالې ټولنې او سرپرست حکومته غواړي چې له یو بل سره تعامل وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري په افغانستان کښې د طالبانو له سرپرست حکومت سره د نړۍوالې ټولنې تعامل، له ترهګرۍ سره د مبارزې، د بشري حقونو د خیال ساتلو او د ښځو زده کړو په حق پورې مشروط بولي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر چې د اسلامي همکاریو سازمان د رییس کوربه و، له نړیوالې ټولنې او د طالبانو له سرپرست حکومته غواړي چې له یو بل سره تعامل وکړي او د تېرو تېروتنو له تکرارولو لاس واخلي.بل خوا د اسلامي همکاریو سازمان رییس ابراهیم طه زده کړو ته د نجونو نه لاسرسي د نړیوالې ټولنه یوه اندېښنه بولي او وایي چې د دې ستونزې د حل لپاره به له د طالبانو له سرپرست حکومت سره خبرې وکړي.
خو طالبان وایي چې له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل لپاره له اسلامي اصولو او شریعته نه تېرېږي.