پاکستان له افغانستان سره سرحدي نښتې ته غبرګون وښود
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i124742-پاکستان_له_افغانستان_سره_سرحدي_نښتې_ته_غبرګون_وښود
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په چمن سرحد کښې د خپل هیواد په خاورې باندې د افغانستان د پوله ساتونکو وسله واله حمله وغندله
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 12, 2022 08:34 Asia/Kabul
  • پاکستان له افغانستان سره سرحدي نښتې ته غبرګون وښود

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په چمن سرحد کښې د خپل هیواد په خاورې باندې د افغانستان د پوله ساتونکو وسله واله حمله وغندله

پرون د پاکستاني او د طالبانو سرحدي ځواکونه  د افغانستان له سپین بولدک څخه د پاکستان په چمن سرحدي لارې باندې له حملې وروسته په خپلو کښې ښکیل شول چې له امله یې شپږ تنه وژل شوي او تقریباً شل کسان زخمي شول. البته په چمن کښې ځايي خلکو د مړو شمیر اته تنه یاد کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن د یوې خبرپاڼې به خپرولو سره د چمن په سرحد باندې د افغان ځواکونو بې علته ډزې وغندلې او ویې ویل چې دا ډول ترخې پیښې د دواړو هیوادونو له ورورولیزو اړیکو سره نه ښايي.

په خبرپاڼه کښې راغلي دي چې افغان چارواکو ته په راتلونکي کښې د دا ډول پيښو د مخنیوي سپارښتنه شوې او ورڅخه غوښتل شوي چې د دغې حملې له ترسره کونکو سره ډیر سخت چلند وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ: په سرحد کښې د ملکي وګړو د ساتنې مسئولیت د دواړو لورو په غاړه دی. په دې وجه د دواړو هیوادونو اړونده چارواکي د حالاتو د خرابیدو د مخنیوي لپاره په اړیکه کښې دي.

د ویلو ده چې د افغانستان او پاکستان ترمینځ د سپین بولدک-چمن سرحد د تیرې میاشتې په اوایلو کښې هم د وسله والې نښتې په وجه یوه اونۍ بند پاتې شوی و.

په افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو ورسته د افغانستان او پاکستان ترمینځ سرحدي شخړو زور اخیستی دی.