د طالبانو په ډزو کښې د پاکستان ښاریز وژل شوی
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د چمن سیمې یوه حکومتي چارواکي ډپټي کمشنر عبدالحمید ظهري وویل چې د افغانستان له خاورې د پاکستان په خاورې باندې د طالبانو په نن ورځې ډزو کښې کابو یو کس وژل شوي او دولس نور ژوبل شوي دي.
د چمن سیمې ډپټي کمشنر عبدالحمید ظهري د افغانستان له خاورې په ډزو کښې د یوه کس وژله او د دولسو کسانو ژوبله تائید کړه.
د پاکستان د بلوچستان صوبې د کورنیو چارو وزیر میر ضیا الله لانګو د افغانستان له خاورې حمله وغندله او له ډپټي کمشنر څخه یې راپور وغوښت.
هغه وویل د پاکستان پوځ پوهیږي چې څرنګه د هیواد د سرحدونو ساتنه وکړي.
میر ضیا الله لانګو وویل مونږ له ګاونډیو هیوادونو سره د دوستانه سیاست په تعقیبولو اعتقاد لرو او زیاته یې کړه او دوې دې د سولې لپاره زمونږ خواهش کمزوري ونه ګڼي.
په تیرې چهارشنبې ورځې هم طالبانو د پاکستان په چمن سیمې باندې د هوانونو او د توپونو په ډزو کښې اوه پاکستانیان وژلي او دیرش نور ژوبل کړي و