پاکستان کښې ترهګرو څلور پولیس وژلي دي
(last modified Sun, 18 Dec 2022 08:49:07 GMT )
Dec 18, 2022 13:19 Asia/Kabul
  • پاکستان کښې ترهګرو څلور پولیس وژلي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی وسله والو ترهګرو نن سهار وختي د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې په لکي مروت سیمه کښې د بورګي( Burgi ) پولیسو په مرکز باندې حمله وکړه چې له کبله یې څلور پولیس ووژل شول او څو نور ژوبل شول.

د لکي مروت د پولیسو ویاند شاهد حمید وویل نن سهار وختي وسله والو ترهګرو د پولیسو په مرکز حمله وکړه او هڅه یې وکړه چې د پولیسو مرکز ته ننوځي او زیاته یې کړه د برید په وخت د پولیسو د مرکز دننه شپیته پولیس موجود وو.

هغه وویل پولیسو  تر پینځه څلویښت دقیقو پورې له وسله والو کسانو سره جګړه وکړه او وروسته حمله کونکي وتښتیدل.

تراوسه کومې ډلې د دغه حملې مسوولیت پرغاړه نه دی اخیستی خو پولیس شک څرګندوي چې تحریک طالبان پاکستان ډلې دغه حمله کړي ده ځکه چې دغه ډله په سیمه کښې ترهګر فعالیتونه کوي.

تحریک طالبان پاکستان ډلې د تیرې نوامبر میاشتې په اتویشتمه نیټه له حکومت سره اوربند پاې ته ورساوه او له خپلو غړیو یې وغوښتل چې په ټول هیواد کښې حملې وکړي.