په مکران سواحلوکې دپاکستان او ترکیې ګډه سمندري مانوره شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i125520-په_مکران_سواحلوکې_دپاکستان_او_ترکیې_ګډه_سمندري_مانوره_شوې
پاکستان له ترکې سره نزدې اړیکې لري او  دواړه لوري په سیاسی ، پوځي او امنیتی او دغه راز سمندري  حوزو کې سره ښې ملګرتیاوې لري.  اسلام اباد او انقره  دسیمې اونړۍ د بدلونونو په زمینې کې هم سره غږمله دریځونه لري.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Dec 31, 2022 01:30 Asia/Kabul
  • په مکران سواحلوکې دپاکستان او ترکیې ګډه سمندري مانوره شوې

پاکستان له ترکې سره نزدې اړیکې لري او  دواړه لوري په سیاسی ، پوځي او امنیتی او دغه راز سمندري  حوزو کې سره ښې ملګرتیاوې لري.  اسلام اباد او انقره  دسیمې اونړۍ د بدلونونو په زمینې کې هم سره غږمله دریځونه لري.

ایرناخبری آژانس  راپور ورکړ، د پاکستان د سمندري ځواک دعمومی اړیکو  ادارې پرون وئیلي دي ،دترکیې دسمندري ځواک کشتۍ د هغه څه په موخې سره چې د سیمه ایزې سولې او امنیت د  ساتلولپاره  مشارکت بلل شوی دی، د مکران سمندر په شمالي سیمو کې ئې د  پاکستان  له سمندري ځواک سره په ګډې مانورې کې  ګډون وکړ.

ددغه راپور په اساس،د ترکیې د سمندري ځواک دکشتۍ عملې دپآکستان دسواحلو په څو ورځنیو کتنو کې د کوربه هیواد له سمندري   ځواک سره د ؛ټور ګوترس ؛ په نامې سره په ګډې سمندري مانورې کې ګډون وکړ.

 ددغې ګډې سمندري مانورې هدف  دجنګي او سمندري برخو، ،ددواړو هیوادونو ترمینځ د سمندري ملګرتیاؤ پياوړتیا او په سمندر کې د کرارې او باثباته فضا څخه د ډاډمنیدا لپاره هڅه او  هم د سیمه ایزې سولې اوثبات ساتل اعلان شوي دي.

د ترکیې د سمندری ځواک  غړو د پآکستان  دسمندري ځواک له لوړپوړو چارواکو سره  لیده کاته  هم کړي او ددغې مانورې دترسره کیدا په بهیر کې ئې  د خپل مینځیو پوځي ملګرتیاؤ د پراختیا لارې چارې  هم ارزولی دي.