د پاکستان د جنوبي وزیرستان سیمې خلکو مظاهرې وکړې
زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د جنوبي وزیرستان سیمې په زرګونو خلکو د ترهګرۍ د زیاتیدا پرضد مظاهرې وکړې او په سیمه کښې یې سمدستي د امنیت د ټینګیدا غوښتنه وکړه.
دغه مظاهرې په داسې حال کښې شوي دي چې په ټول پاکستان په تیره بیا خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبو کښې ترهګرۍ بیا سر راپورته کړی دی.
په ټول پاکستان کښې ترهګرې حملې زیاتې شوي او ګمان کیږي چې دغه حملې په افغانستان کښې د تحریک طالبان پاکستان دیره مشران پلانوي او هدایتوي.
پرون د پاکستان د جنوبي وزیرستان په مرکز واڼه کښې د سیاسي کارکونکو او ټولنیزو فعالانو، تاجرانو او د ځوانانو په شمول د خلکو بیلابیلو پرګنو په امن لاریون کښې ګډون وکړ او دوې له ځانونو سره سپین بیرغونه او پلې کارډونه وړل.
په دغو مظاهرو او لاریون کښې ګډون کونکو د سولې په ملاتړ او په سیمه کښې د ترهګرۍ د نوي څپې پرضد شعارونه ورکول.
د پاکستان د پیپلز ګوند د پښتون تحفظ موومنټ، مسلم لیګ نواشریف څانګې او د عوامي وطن ګوند مشرانو دغه لاریون ته ویناوې وکړې.
د دغو سیاسي ګوندونو مشرانو وویل د پاکستان حکومت په سیمه کښې د امنیت د ټینګولو مسوول دی او ټینګار یې وکړ چې ترهګرۍ په هیڅ بیه د منلو وړ نه ده.
دغو مشرانو وویل په واڼه سیمه کښې په امنیتي ځواکونو باندې حملې زیاتې شوي دي او عادي خلک د پیسو د ترلاسه کولو لپاره تښتول کیږي.