د کراچۍ له زندانه سلګونه افغانان آزاد شول
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i125906-د_کراچۍ_له_زندانه_سلګونه_افغانان_آزاد_شول
دمګړۍ په پاکستان کښې څه باندې درې میلیونه افغانستاني کډوال دیره دي
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 08, 2023 07:47 Asia/Kabul
  • د کراچۍ له زندانه سلګونه افغانان آزاد شول

دمګړۍ په پاکستان کښې څه باندې درې میلیونه افغانستاني کډوال دیره دي

د پاکستان په جیلونو کښې د ښځو او ماشومانو په شمول د افغانستاني ښاریزو زنداني کیدو ته له غبرګونونو وروسته رپورټونه وايي چې د کراچۍ له زندانه لږترلږه ۵۰۰ کسان آزاد شوي او خپل هیواد ته یې له ستنیدو سره موافقه شوې ده.

د ایرنا د خبر له مخې، په پاکستان کښې د بشري حقوقو فعالانو او ځینو نړیوالو حقوقو او هم داشان افغانستاني شخصیتونو د افغان زندانیانو له برخلیک څخه د اندیښنې په څرګندولو سره، د هغوي د سمدستي آزادۍ او د افغانستاني ښاریزو په وړاندې د پاکستاني مسئولانو د نرمۍ غوښتنه وکړه.

په هم دې بنیاد په اسلام آباد کښې د افغانستان سفارت د دغې موضوع په تعقیبونې او د افغانیانو د نیونې ماجرا ته د کراچۍ ښار د محکمې په ورننوتو سره، پرون د ۵۴ ښځواو ۹۷ ماشومانو په شمول لږترلږه ۵۰۰ افغانستاني ښاریز آزاد کړې شول.

دغه کسان به افغانستان ته واستول شي.

د ویلو ده چې دمګړۍ په پاکستان کښې څه باندې درې میلیونه افغانستاني کډوال دیره دي.