عربستان په پاکستان کښې پانګونه زیاتوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی ریاض ته د پاکستان د پوځ د نوي مشر له سفر او د سعودي عربستان له پوځي او سیاسي مشرانو سره د کتنې په وخت عربستان د پاکستان د اقتصادي حالت له ښه کولو سره د مرستې په هدف سره په دغه هیواد کښې د ډالرو د زیرمو او د پانګونې د زیاتولو لپاره د خپل پروګرام خبر ورکړ.
د پاکستان د پوځ نوي مشر جنرال عاصم منیر مینځني ختیځ ته خپل اوه ورځنی سفر له عربستان څخه پیل کړ داسې هیواد چیرې چې هغه په تیرو څو ورځو کښې د عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان په شمول د دغه هیواد له سیاسي او پوځي مشرانو سره کتنه او خبرې وکړې.
د پاکستان د پوځ مشر بیا له عربستان څخه متحده عربي اماراتو ته ورغی او د دغه هیواد د حکومت له مشر سره یې کتنه او خبرې وکړې.
د پاکستان د ډالرو د زیرمو د کمیدا په شمول د دغه هیواد د اقتصادي کړکیچ سختیدا ته په پام سره خبرو سرچینو عربستان ته د پوځ د قومندان عاصم منیر له سفر څخه مخکې وویل له اسلام اباد سره د مالي مرستو لپاره د ریاض متقاعد کول او د اقتصادي حالت له ښه کیدا سره مرسته کول د سعودي عربستان له مقاماتو سره په کتنه کښې د جنرال عاصم منیر په اجنډا کښې شامل وو.
له اسلام اباد سره د سعودي عربستان دغه سترې مرستې په داسې حال کښې دي چې پاکستان تل د دغو ژمنو په وړاندې له ال سعود رژيم څخه د سټراټيژیکو ، سیاسي، امنیتي او ډيپلوماټیکو ملاتړونو ته ژمن دی او دغه دریځونه عربستان ته د پاکستان د پوځ د مشر په وروستي سفر کښې هم بیا تکرار شوی دی.
سعودي عربستان د پاکستان په مرکزي بانک کښې پينځه میلیارډه ډالره په کیښودلو او دغه راز تر لسو میلیارډو ډالرو پورې په دغه هیواد کښې د پانګونې په زیاتولو غور کوي.